د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې له افغانستان څخه قوي ملاتړ

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۹:۱۶
خبر

جنیوا، د ۲۰۲۰ کال د نوامبر۲۴مه - په دې کنفرانس کې نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلې اوږد مهاله د پام وړ ژمنې نوې کوي. افغانستان او نړیوال همکاران یې له ۲۰۲۱ – ۲۰۲۴ پورې ګډو پرمختیایی اهدافو ته ژمنتیا څرګندوي، او د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جګړې د پای او تل پاتې سولې، ثبات او سوکالۍ غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۰ کال کنفرانس تر ۲۰۲۴ کال پورې د راتلونکي حساس وخت لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنې قوي څرګندونه وړاندې کړه. تمویل کوونکو د راتلونکو څلورو کلونو د لومړي کال لپاره لږترلږ ۳.۳ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه، چې تمه کیږي د هر کال لپاره به ژمنې په ورته کچې کال په کال تر سره شي.

د افغانستان پرمختیایي همکاران تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې کیږي. ټولې پرمختیايي مرستې به د حکومت او نړیوالو ملګرو لخوا دبیا کتنې په کلني ګډ بهیر پورې تړاو ولري چې مرستندویه غړي به حق لري چې د خپلو کلنیو مرستو دکچې اوڅرنګوالي په اړه پریکړې وکړي.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل: " موږ افغانان د تاوتریخوالي پای غواړو او داسې سیاسي جوړجاړي ته ژمن یو چې نه یوازې د افغانانو کړاو پای ته ورسوي بلکه د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتي او لایې پیاوړي کړي." د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال همداراز وویل، د نن ورځې کنفرانس باید زموږ پیوستون څرګند کړي چې پکې زموږ نړیوال مرستندویان او د پراختیا همکاران وکولای شي د افغانستان او د دې هیواد له خلکو ملاتړ ته په دوام ورکولو کې پرېکنده ګامونه پورته کړي.

د نړیوالو مرستو نوي کیدل په یوه داسې مهمه شیبه کې تر سره کیږي چې په بیساري ډول د افغانستان دسولې خبرې روانې دي، یو متحرک امنیتي ترتیب او بشردوستانه اړتیاوې د ژمي په را رسیدو سره په زیاتیدو دي او د کویډ۱۹ خطر لاهم په خپل ځای پاتې دی. دغه ژمنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان د بدلون لسیزې وروستۍ څلور کلنې دورې ته داخلیږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: " هغه ننګونې چې افغانستان ورسره مخا مخ دی په ریښتیا هم سترې دي. خو په کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نړیوالو همکارانو لخوا ښودل شوې پراخه ژمنې د یوې ښې راتلونکې لپاره په رښتیا هیلې بخښونکې دي. " نوموړې زیاته کړه: "د جنیوا کنفرانس په دوحه کې د سولې تاریخي خبرو اترو سره په ورته وخت کې د دوه اړخیز قوت ښکارندويي کوي. سره یوځای دوی کولی شي د سولې او هوساینې لپاره قوي بنسټونه چمتو کړي."

د فنلند د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر ویلی سکیناري وویل: " د ۲۰۲۰ کال کنفرانس کې د ژمنو د پام وړ کچه ښیې چې نړیواله ټولنه په دې مهم وخت کې د افغانستان له خلکو سره په کلکه دریدو ته دوام ورکوي."

د افغانستان اسلامي جمهوریت چې د نړیوالې ټولنې لخوا یې ملاتړ کیږي له ۲۰۰۲ راهیسې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې دترلاسه شويو پرمختګونو ساتلو او پراخولو ته ژمنتا وښودله. ولسواکي، د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون بشري حقونه هغه بنسټیز مسایل دي چې باید خوندي او لا نوره پراختیا ورکړل شي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د بې وزلۍ د کمولود بنسټونو د جوړیدو، ښې حکومتولۍ، د فساد پرضد دمبارزې او د خصوصي سکټور د پراختیا په ګډون مهمو ننګونو ته رسیدنه اړینه ده.

نړیوالو همکارانو د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ د دویم لید لوري هرکلی وکړ چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغان حکومت لیدلوری، ستراتیژي او پلان وړاندې کوي. افغانستان او نړیواله ټولنه همغه ډول چې د افغانستان د مشارکت په چوکاټ کې تشریح شوې د همکاریو یونوي پړاو ته وردننه شوې چې شرایط پکې په ګوته شوي او د افغانستان پرخلکو یې د اغیزو او پایلو د زیاتیدو د ډاډمنتیا په موخه د بیا کتنې ګډ میکانیزمونه پکې لا ښه شوي دي.

خبر

دغه کنفرانس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوه هر اړخیز، دایمي او بیړني اوربند غوښتونکی شو. شریکباڼو همکارانو دا رنګه د سولې دداسې ماناداره بهیر غوښتنه وکړه چې ښځې، ځوانان او همدارنګه قومي، مذهبي او نور لږکي پکې برخه ولري. اعلامیه د ټولو افغانانو په ګټه د سوکاله او په ځان بسیا ینې پرلور د یوه خپلواک، متحد، ولسواک او سوله غوښتونکي افغانستان د پیاوړتیا لپاره نوې ملګرتیا رامنځ ته کوي.

د فنلڼد د بهرنیو چارو وزیر پیکاهاویستو وویل: " دغه کنفرانس د بیړني اوربند او تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د خلکوغوښتنه چې وړ یې دي منعکسوي – دغه غوښتنې باید رد نشي."

شاوخوا ۷۰ هیوادونواو له ۳۵ څخه زیاتو نړیوالو سازمانونو او د افغان حکومت چارواکو او همدارنګه د مدني ټولنې استازو د افغانستان د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې برخه درلوده. کنفرانس په ګډه د افغانستان او فنلنډ د حکومتونو اوملګرو ملتونو لخوا جوړ شوی وو. د کویډ۱۹ جدي خطر ته په کتو، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ګډ مشرتابه په لرلو سره ټولو برخه والو د ویډیو کنفرانس له لارې په انلاین ډول برخه واخیسته.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

سیزدهمین نشست رهبری ریاست عمومی عواید برگزار گردید

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش

سیزدهمین نشست رهبری ریاست عمومی عواید وزارت مالیه سال (۱۴۰۵) هـ.ش به ریاست الحاج مولوی سفرمحمد سحر رئیس عمومی عواید، و با اشتراک معاون تخنیکی عواید، رؤسا و آمرین در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۴۶
Background image

پنج پایه اسکنر به ‌منظور تلاشی و ارزیابی اموال مسافرین در گمرکات کشور نصب گردید

۱۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پنج پایه اسکنر به‌ منظور تلاشی و ارزیابی بهتر اموال مسافرین، به ارزش (۳۹.۲) میلیون افغانی در سه گمرک کشور از سوی ریاست عمومی گمرکات وزارت مالیه خریداری و کار نصب آن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۳۸
Background image

تفاهمنامه همکاری بین ریاست عمومی عواید و یک تعداد بانک‌ها به امضاء رسید

۹میزان ۱۴۰۵هـ.ش
به منظور جمع آوری و انتقال عواید به شکل الکترونیکی، شفافیت بیشتر، سرعت، دقت، حساب دهی و به هدف تقویت نظام جمع آوری عواید و معیاری سازی آن فی مابین ریاست عمومی عواید. . .

بازگشت به صفحه خبر