د ۱۴۰۰مالي کال په ملي بودیجه کې د خوست ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه

admin_mof
Sun, Oct 11 2020 9:32 AM
خبر

د ۱۴۰۰مالي کال په ملي بودیجه کې د خوست ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته د تلې میاشتې په ۱۷ مه نېټه د یاد ولایت په مقام کې وشوه.

په دې ناسته کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ،د خوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن،، د ولایتي شورای استازو، د علماوو شورای استازو، مدني ټولنو غړو او د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، وویل:" د راتلونکي کال ملي بودیجې په طرحه کې د خوست ولایت د سترو پروژو ترڅنګ د کوچنیو او ټولګټو پروژو لپاره شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي، زموږ هیله داده، چې د خوست ولایت شریف وګړي، د بودیجې ټاکل شوي سقف په پام کې نیولو سره له موږ سره خپلې اړتیاوې او لومړیتوبونه شریک کړي او موږ وکولی شو، دغه اړتیاوې یې د راتلونکي کال ملې بودیجې په طرحه کې شاملي کړو."

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه، چې د مالیې وزارت د مشرتابه له پلان سره سم له خلکو سره د حکومت مشورتي ناستو موخه داده، چې خلک لومړیتوب لرونکي پروژې انتخاب او موږ یې په پام کې نیولو سره وکولی شو د خلکو اړتیاوو ته ورسېږو. نوموړي وويل چې روان کال زموږ همکارانو د هیواد ۱۵ ولایتونو ته سفرونه وکړل څو د خلکو اړتیاوې د بودیجې په طرح کې شاملې کړي. د جلالتماب ولسمشر او د مالیې وزیر صاحب ټینګار داو چې زه په خپله هغو ولایتونو ته سفر وکړم چې زیاتې اړتیاوې لري څو د خلکو ستونزې او اړتیاوې له نږدې واورم او د بودیجې په طرح کې یې شاملې کړم.

د خوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن وویل چې موږ د حکومت د لومړیتوب او سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړتیا په پام کې نیولو سره د بودیجې ترتیبولو په برخه کې د مالیې وزارت د طرحې هر کلی کوو. د خوست والي زیاته کړه، د خوست ولایت اوسېدونکي باید ژمنه وکړي، چې د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې څارنه وکړي او له حکومت سره همکاري وکړي.

د ولایتي شورا منشي ښاغلي قر علي لکڼوال د مالیې وزرات له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل چې د خوښۍ ځای دی چې د بودیجې په ترتیب کې د خلکو نظرونه په نظر کې نیول کیږي او موږ د حکومت او مالیې وزارت د دې کار ستاینه کو.

خبر

همدان شان د مالیې وزارت د تخنیکي ډلې له لوري، په دې اړه پریزینټېشن هم وړاندې شو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول. د دې ترڅنګ د خوست ولایت د خلکو نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې هم واورېدل شوې او د مالیې وزارت مالي مرستیال او د بودیجې عمومي ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت مالي مرستیال، خوست ولایت ته د خپل سفر په مهال د یاد ولایت له مستوفیت، ګمرک او د غلام خان بندر له صفري نقطې څخه لیدنه وکړه او د خلکو ستونزې یې واورېدې او مسؤلینو ته یې د حلولو لارښوونه وکړه .

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS