د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

admin_mof
Wed, Oct 05 2022 11:59 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس مفتي عبدالمتین سعید د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کي د ننګرهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کي د عوایدو لوی رئیس معراج محمد معراج، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، د یادي خوني د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي، د ګمرکونو عملیاتي مرستیال او یو شمېر رئیسانو هم ګډون کړی وو.

په پیل کي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني لومړي مرستیال د ګمرکونو لوی ریاست له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چي د سوداګرو ستونزو ته پر خپل وخت سره رسیدنه کوي. نوموړي د ګمرکونو لوی ریاست له رهبري څخه غوښتنه وکړه چي د ننګرهار ولایت د سوداګرو ستونزو د حل لپاره یاد ولایت ته سفر وکړي.

ور پسې د ننګرهار ولایت د سوداګرو استازي د لیږد فورم، په ګمرکونو کي د تلو فیس او د وارداتي توکو د ګمرکي طی مراحلو په برخه کي د شته ستونزو یادونه وکړه او د حل غوښتنه یي وکړه. همداشان نوموړي په تېرو وختونو کي د نا معتبره T1 د معتبرولو په برخه کي وویل چي سوداګر چمتو دي چي یاد T1 معتبر کړي او په ده برخه کي یي د ګمرکونو لوی ریاست له رهبرۍ څخه غوښتنه وکړه چي جریمې ور معاف او هغه سوداګر چي زیات T1 یي نا معتبره دي په څو قسطونو کي د تحویلولو موافقه ور سره وکړي.

د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته وویل: سوداګرو ته په ګمرکونو کي اسانتیا برابرول زموږ لومړیتوب دئ او هڅه مو داده چي ګمرکي طی مراحل لا چټک کړو. نوموړي د لیږد فورم او د تلو فیس په اړه وویل چي یاده ستونزه به ژر حل شي. ښاغلي سعید د نا معتبره T1 په برخه کي وویل چي سوداګر دي په روان کال کي خپل اصل باقیات تحویل کړي او د جریمو په برخه کي د حکومت پرېکړي ته په تمه سي.

خبر

د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چي د سوداګرو د نورو ستونزو د هواري په موخه به ډېر ژر د ګمرکونو لوی ریاست با صلاحیته پلاوی یاد ولایت ته سفر وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS