د بلخ سېلو دولتي شرکت 

admin_mof
Mon, Nov 28 2022 12:30 PM
خبر

 د بلخ سېلو دولتي شرکت د رغوني چاري په ۱۳۶۲ل کال پیل او په ۱۳۸۵ل کال پای ته ورسېدې او په فعالیت یې پیل وکړ. دغه شرکت له درو اساسي او نورو اداري مرستندویه برخو څخه جوړ دئ.

الیواټر یا د غنمو زېرمه تون

 په دغه زېرمه تون کي په یوه مهال څلوېښت زره مټریکه ټنه غنم خوندي او له پاکېدو او پروسس وروسته کولای سي دغه غنم د اوږدې مودې لپاره وساتل سي او په بېړنیو حالاتو کي ګټه ترې واخیستل سي.

 ژرنده

 د ژرندې برخه په څلروېشتو ساعتونو کي د لومړۍ او دویمې درجې سل مټریک ټنه اوړو د تولید وړتیا لري، چي یوه اندازه د سېلو په دننه کي د ډوډۍ پخولو او پاته برخه یې په داخلي مارکېټونو کي پلورل کېږي.

د ډوډۍ پخولو فابریکه 

 د فابریکې دغه برخه په څلروېشتو ساعتونو کې د ۲۵ ټنه ډوډۍ، کیک او کلچو تولیدولو وړتیا لري. د پورتنیو ذکر سوو ماشینونو ترڅنګ یوه پایه نوی ماشین هم فعالیت ترسره کوي، دغه ماشین په ۲۴ ساعتونو کي د دوه ټنه ډوډۍ، روټ، کیک او کلچو تولیدولو وړتیا لري.

مرستندویه برخي

 په دې برخه کي د بخار تولید، لابراتوار، د غلو دانو قبول، تله، ټرانسپورټ، ورکشاپ او اداري څانګي شاملي دي.

یادونه

د افغانستان اسلامي امارت د ځیرک اقتصادي سیاست او بلخ سېلو دولتي شرکت د مشرتابه پلاوي او مسلکي کارکوونکو د هڅو په پایله کي د دې سېلو د ډوډۍ پخولو لومړنی فاز له دېرش کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا په کار پیل وکړ او په دغه فابریکه کي بېلا بېل ډوله کیک، کلچې، ناشتې او روټ پخېږي. د دې شرکت د یادي برخي له فعالېدو سره پنځوسو کسانو ته او د تولید د پراخېدو په صورت کي له ۳۰۰ زیاتو کسانو او ځوانانو ته په مستقیم او غیز مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS