د هیواد په ټولو ګمرکونو کي پر تازه مېوو او سبزیو د لېږد فورم اخیستل لغوه سو

admin_mof
Mon, Feb 27 2023 11:28 AM
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د تازه مېوو او سبزیو له خرابوالي څخه د مخنیوي په موخه د هیواد په کچه په ټولو ګمرکونو کي پر سریع الفساد (ژرخرابېدونکو) اموالو د لیږد فورم اخیستل لغوه سو.

د محصول سوو توکو د لېږد کړنلارې په (۱۱) مي مادې کي راغلي چي وارداتي سریع الفساد توکي د اصلي اظهار پاڼي له مخې تر ۱۵ ورځو پوري نورو ولایتونو ته د لېږد له فورم پرته د انتقال اجازه لري، خو دا چي میوه او سبزي په سرحدي ګمرک کي له پړاونو ترسره کولو وروسته په ولایتونو کي په نورو موټرو کي بارګیري کیږي، چي له دې سره د موټر نمبر پلېټ هم بدلون مومي او بیا د لېږد فورم ته اړتیا پیدا کوي، د یادي ستونزي د حل لپاره د ګمرکونو لوی ریاست رهبري پرېکړه وکړه چي په ټولو ګمرکونو کي د مېوو او سبزیو لپاره د لیږد فورم اخیستل لغوه کړي.

د یادوني وړ ده چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دی، چي د سوداګرو ټولو ستونزو ته د نافذه قوانینو په رڼا کي رسېدنه وکړي او په ګمرکونو کي د دوی لپاره لا اسانتیاوي برابري کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS