د مرکزي سېلو او مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکتونو ارزونه وسوه

admin_mof
Wed, Aug 16 2023 3:07 PM
خبر

د دولتي شرکتونو د ارزوني په دوام، د مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د ټاکل سوي کمېټې له لوري، د مالیې وزارت اړوند د مرکزي سېلو او د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکتونو ارزونه، د جلا غونډو په ترڅ کي ترسره سوه
په لومړۍ غونډه کي د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت مسؤلینو د دغه شرکت د تاریخچې، فعالیتونو، پلانونو او د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د رامنځته سوو اصلاحاتو په تړاو معلومات وړاندي کړل او یادونه ئې وکړه، چي د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په دغه شرکت کي د مسلکي اشخاصو ګمارني، سیسټم جوړوني او له فساد سره مبارزې ته ځانګړې پاملرنه سوې ده. همدا راز د یو منظم مالي ډېټابېس نشتون، تدارکاتي قوانین او په مالي برخه کي غیر ثابت بدلونونه د یاد شرکت له ستونزو څخه یاد سول، چي د کمېټې د غړو او کارپوهانو له لوري د یادو ستونزو د حل لپاره مناسبي لاري چاري وړاندي سوې.
په دوهمه غونډه کي د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت هر اړخیزه ارزونه وسوه، چي په تېرو شلو کلونو کي یاد شرکت له پامه غورځېدلی او یو ځپل سوی شرکت یاد سو؛ خو د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته نوموړي شرکت یو ځل بیا خپل لومړني فعالیتونه پیل کړل، اوسمهال له بد مالي وضعیت څخه راوتلی او د بېلابېلو ادارو سره ئې په اړوندو برخه کي قراردادونه لاسلیک کړي او په عمومي کچه هم خدمات وړاندي کوي.
د دغه شرکت له تولیداتو څخه د ګټي اخیستني په برخه کي د دولتي ادارو نه پاملرنه یوه ستونزه یاده سوه، چي د مرکزي سېلو د تولیداتو په کچه ئې منفي اغېزه کړې ده. په دې برخه کي د شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ، چي تولیدات ئې معیاري او قیمتونه ئې مناسب دي، ټول دولتي او خصوصي بنسټونه کولای سي، چي په غوره کیفیت سره په ډاډه زړه د مرکزي سېلو او د فعالو سوو ولایتي سېلوګانو له تولیداتو او خدماتو څخه ګټه واخلي.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د کمېټې غړو او کارپوهانو د مرکزي سېلو دولتي شرکت د فعالیتونو د لا پراختیا او ښې بازار موندني په برخه کي، د شرکت له مسؤلینو سره خپل مهم نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS