د بلخ ګمرک نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته درې میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد!

admin_mof
Sat, Dec 23 2023 4:11 PM
عکس

د بلخ ګمرک نویو ګومارل سوو کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له لوري جوړ سوی (۳) میاشتنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ، چي د بلخ په ګمرک کي جوړ سوی وو، د یاد ګمرک (۱۰۵) تنه کارکوونکو ته په ټولو ګمرکي چارو کي عملي او نظري روزنه ورکړل سوه.

د دې ورکشاپ په پای غونډه کي، چي د بلخ ګمرک رئیس ښاغلي مولوي عبدالله بلال او معاونینو ګډون کړی وو، د بلخ ګمرک رئیس د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په برخه کي د ګمرکونو اوعوايدو ملي اکاډمۍ د هڅو ستاينه وکړه او د یاد ورکشاپ جوړول ئې اړین یاد کړل او زیاته ئې کړه، چي له دې سره به د بلخ په ګمرک کي رواني چاري لا چټکي او مسلکي سي.

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په موخه ورته روزنیز ورکشاپونه په مرکز او ولایتونو کي جوړوي، چي دا لړۍ به همداسي دوام و مومي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS