د ګڼو هم مسیره پروژو د ډیزاین، تحلیل او ارزوني په تړاو د همغږۍ غونډه جوړه سوه!

syllab_admin
Tue, Jul 23 2024 4:18 PM
.............

د ګڼو هم مسیره پروژو د ډیزاین، تحلیل او ارزوني په تړاو غونډه د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د تخنیکي او پالیسۍ معین پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د کابل ښاروالۍ استازو او یادو وزارتونو د مسؤلینو په ګډون په مالیې وزارت کي جوړه سوه.
په دې غونډه کي د ګڼو هم مسیره پروژو په ځانګړي ډول د نوري فایبر پروژې د پلي کولو او غوره اجراء کولو په اړه خبري اتري وسوې.
په دغه غونډه کي، چي د متعددو او نوري فایبر پروژو د پلي کولو په موخه د یادو بنسټونو د لا همغږۍ له پاره جوړه سوې وه، د کابل ښاروالۍ له لوري د ګڼو او هم مسیره پروژو د پلي کولو په لړ کي د فعاليتونو پر ترسره کولو، تحليل، ارزوني، کیندني او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له لوري د مخابراتي شرکتونو له پاره د واحد سټنډرډ ټاکڼي په اړه بحث وسو.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت او کابل ښاروالۍ سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د چارو د ښه تطبیق او د نوري فایبر پروژو د پلي کولو له پاره د زمینې برابرولو په موخه د مشخصاتو او تخنیکي تحلیل په برخه کي د یادو بنسټونو د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکی سو؛ ترڅو د نوري فایبر پروژې په ټاکلو مسیرونو کي په غوره او اغېزمنه توګه پلي سي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS