د ګمرکونو لوی ریاست په اداري ناسته کي د ګمرکي اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبري وسوې!

syllab_admin
Tue, Apr 22 2025 3:40 PM
..............

د غويي ۲مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۴) کال لومړنۍ اداري ناسته د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ او د یاد ریاست د مرستیالانو، رئیسانو او آمرینو په ګډون د دغه ریاست په مقام کي وسوه.
په دې ناسته کي د صادراتي، وارداتي او ټرانزيټي توکو په ګمرکي طی مراحلو کي پر موجودو ستونزو او حل لارو، د ګمرکي تعرفوي کوډونو پر اصلاح، د ګمرکونو لوی ریاست پر پراختیایي پروژو، د یاد ریاست د مرکزي او ولایتي ادارو د ورځنیو چارو پر لا ښه والي، په ګمرکونو کي د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو او صنعتکارانو د غوښتنو او ستونزو پر حلولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبري وسوې او په تړاو ئې لازم تصامیم ونیول سول.
د یادولو ده، چي د مالیې وزارت تل هڅه کوي، چي د هیواد په ګمرکونو کي د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له پاره لا ډېري اسانتیاوي برابري او د ملي سوداګرۍ لا پراخولو ته ښه زمینه برابره کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS