تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
Sat, May 10 2025 11:14 AM
..............

د غویې ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سېمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۶۰۳۳) کیلو ګرامه انساني، زراعتي او حیواني درمل، (۷۳۲۵) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۴۷۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه ، (۳۹۰۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه تنباکو، (۴۲۷) کیلو ګرامه شامپو، (۴۷۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۶۹۲) کیلو ګرامه نوې البسه، (۴۱۰) کیلو ګرامه ملایي، (۳۵۰) کیلو ګرامه نوشابه باب، (۲۴۰) کیلو ګرامه رُب او (۱۳۰) کیلو ګرامه د لیمو اوبه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS