د خزاینو لوی ریاست پلاوي، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۷:۳۴
خبر

د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمیس) رئیس ستارالدین معتصم او د محاسباتو رئیس محب الله صاحبزاده په مشرۍ د مالیې وزارت د خراینو لوی ریاست ( ۱۴) کسیز تخنیکي پلاوي، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ او د ولایتي ادارو د مالي چارو ارزونه ئې وکړه.
دغه پلاوي د یادو ولایتونو د مستوفیتونو په ګډون، د ټولو ولایتي ادارو د مالي مسؤلینو سره د لګښتونو د اجراء په برخه کي د ستونزو د حل په موخه لیدني وکړې؛ تر څو ولایتي ادارې وکولای سي پر وخت او دقیقه توګه خپل لګښتونه اجراء کړي.

خبر

یاد پلاوي د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي، د بیروکراسۍ ختمولو، د مستوفیتونو او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړي کولو، په اداري کړنو کي د روڼتیا او ښه والي راوستلو، د اوږدو پروسو لنډولو، د دقیق او پر وخت حساب ورکولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو له مسئولینو سره سلا مشورې وکړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS