د دعوت او ارشار ریاست مسئولینو یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
............


د سلواغې ۲۸مه ۱۴۰۳هـ.ل

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد په مشرۍ پلاوي بلخ، هرات او کندهار ولایتونو ته سفر وکړ.
ښاغلي سیف الخالد په دغه سفر کي د یادو ولایتونو له والیانو سره د لیدني سربېره د ګمرک او مستوفیتونو له مسئولینو سره هم ولیدل. د دغو لیدنو موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمانونو له پلي کولو څخه څارنه، کارکوونکو ته له مراجعینو سره د ښه چلند سپارښتنه او چاري په اغېزمنه توګه ترسره کول او له دغه ریاست سره د ښې همغږۍ رامنځته کول دي.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي دا لومړنی ولایتي سفر دئ او د دغو موخو د تعقیب په موخه به نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.
 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS