د روان مالي کال د تلي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وسوه
د روان مالي کال د تلي په میاشت کي د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لاري د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو په معینیت کي جوړه سوه.
په پیل کي د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزوني رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د تلي په میاشت کي په ګمرکونو کي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو او همدا راز په دې موده کي د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د تر سره سوي سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت سوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندي کړل.
همدا شان ګډونوالو د تلي میاشتي د راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره ئې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ئې د ژر تر ژره حل کېدو ډاډ ورکړل سو.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل وخت رسېدنه وسي.
