د صلاح الدین ایوبي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د افرګشایي ناسته وسوه!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۵۴
...........

 

د مالیې وزارت د املاکو لوی ریاست د صلاح الدین ایوبي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د افرګشایي ناسته، چي د ننګرهار ولایت جلال آباد ښار زاړه ګمرک ته څېرمه  پروت دئ، د چارو ادارې او کابل ښاروالۍ او یو شمېر داوطلبانو په حضور کي د مالیې وزارت په خیبر سالون کي ترسره کړه.
دغه ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل سوه، د دولتي املاکو لوی ریاست د مرکزي املاکو رئیس مولوي عتیق الله کریمي د ناستي ګډونوالو ته د ناستي د روڼتیا په باب ډاډ ورکړ ویې ویل، دا د ویاړ ځای دئ، چي له تاسو مسلمانو وروڼو سره په یوه ازاده فضا کي ناست او د افغانستان د ابادۍ په پروسه کي ګډون کوم. نوموړي، زیاته کړه، چي د دې شرکت ګټونکی باید خپلي چاري په غور ترسره کړي.
نوموړي، ګډونوالو ته روښانه کړه، چي په بېلابېلو برخو کي تش دولتي جایدادونه شتون لري، چي په راتلونکي کي به د پانګوني او مارکېټونو او یا نورو ودانیو د جوړولو لپاره داوطلبۍ ته وړاندي سي. ټول شرکتونه کولای سي په دې داوطلبیو کي ګډون وکړي او د هیواد د پانګوني ترڅنګ د هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کي ونډه واخلي او وکولای سي د هیواد ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
د یادوني وړده، چي د دې پروژې د داوطلبو شرکتونو طرحه د اقتصادي اغېزمنتوب په موخه د تحلیل کمېټې ته تللې او له هر اړخیزي ارزوني وروسته به هغه شرکت، چي طرحه ئې په شرطپاڼه کي د درج سوو معیارونو او اصولو سره سمه وي ګټونکی اعلان سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS