د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
...........

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ بیولو او پراختیا په موخه د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه.
د لسمې ناستې پر مهال ټاکل شویو پلاوو ته د سپارل شویو مسئولیتونو د اجراآتو راپورونه واورول شول. 
همدا شان په دې ناسته کې په رسمي وخت کې د کارکوونکو په څارنه، د اړوندو ادارو له لوري د فیسونو د اخیستلو په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د واحد سیسټم په جوړولو، د کنټرول او کیفیت ریاست د عوایدو د راټولولو پر څرنګوالي، په بېلابېلو برخو کې مراجعینو ته د لازمو اسانتیاوو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث ترسره او لازمې پرېکړې وسوې. 
د یادولو وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د همغږۍ ناستې هره میاشت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د کاري اړیکو د پراخېدو او د موجوده ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS