د مالیې وزارت د پالیسۍ معین د کوچنیو مالي تمویلاتو په ملي کنفرانس کي ګډون وکړ!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۲۰
..............

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د افغانستان بانک له لوري د وړو تمویلاتو ملي کنفرانس(فرصتونه او ننګوني) تر سرلیک لاندي، د پانګوني د هڅوني او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په تړاو جوړ سوي کنفرانس کي ګډون او وینا وکړه.
په دغه کنفرانس کي د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د کابینې یو شمېر غړيو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولني او نړیوال بانک استازو، د بېلابېلو هیوادونو سفیرانو، د نړیوالو او کورنیو مؤسسو مسئولینو او یو شمېر ملي پانګوالو او سوداګرو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین یاد کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چي د کوچنیو مالي تمویلاتو سکټور د يوه هيواد د اقتصادي ودي، بېکارۍ د له منځه وړلو، فقر سره د مبارزې او کوچنیو کاروبارونو د پراختيا په برخو کي مهم رول لري.
ښاغلي زبیر یادونه وکړه، چي د اسلامي امارت د بیا ځلي حاکمیت څخه راوروسته د کوچینیو تمویلونو سکټور چاري په مطلق ډول درېدلي وې، چي د مالیې وزارت له لوري د همدې سکټور د فعالیتونو د پیل په موخه هڅي پیل سوې او د شپږو میاشتو دوامداره هڅو په پایله کي د هیواد له ستري محکمې څخه په دې برخه کي د چارو د پیل جواز ترلاسه او په لومړي ځل شریعي مالي تمویلاتو مضاربت او مرابحې ته لاره هواره سوه.
د مالیې وزارت د پالیسۍ معین همداراز زیاته کړه، چي دغه وزارت تر مالکیت لاندي د (مسفا) ادارې تر اوسه پوري له (۶۰) زرو څخه ډېر مالي تمویلات، چي څه باندي (پنځه میليارډه) افغانۍ کېږي د مرابحې او مضاربت په شکل اجراء کړي دي او د تمویلاتو د اجراء چاري د (مسفا) ادارې له لوري د مالیې وزارت د بشپړ ملاتړ په درلودلو سره په نورمال ډول رواني دي.
د یادوني وړ ده، چي د کوچنیو مالي تمویلاتو ملي کنفرانس د دغه سکټور د ودي او پراختیا او د خصوصي او دولتي سکټورونو او ملي او نړیوالو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو په موخه جوړ سوی وو، ترڅو په دې وسیله په هیواد کي د فقر کچه را ټیټه او د دندو پیدا کېدو ته زمینه برابره سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS