د مالیې وزارت سرپرست د انګلستان نړیوالو پراختیایي مرستو ادارې (DFID) له عمومي رئیسې سره د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۵ - ۹:۴۸
انکلیستان

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستو په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د انګلستان نړیوالو پراختیایي مرستو ادارې (DFID) له عمومي رئیسې اغلی لینډي کامرون، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په پرمختګ، د دې پروسې په ښه مدیریت، د افغانستان په خلکو او سیمې په هیوادونو یې اغېز، په ولایتونو کې له سېلاب ځپلو او کورنیو بې ځایه شویو سره د انګلستان په مرستو او نورو اړوندو مسائلو په تړاو خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست د انګلستان نړیوالو پراختیایي مرستو ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او د یادې ادارې عمومي رئیسې له افغانستان سره د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS