د مالیې وزارت سرپرست د کابل له ګمرک څخه لیدنه وکړه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۸:۲۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په ناڅاپي توګه د کابل له ګمرک څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې آمنه احمدي، د دفتر عمومي رئیس عبدالخالق سرابي، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو یې ملتیا کوله، د هغو موټرونو ارزونه او لیدنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت د جرایم سنګین ریاست له لوري په یاد ګمرک کې د قاچاق او ناقانونه توکو د را واردولو په تور نیول شوي ول. همدارنګه نوموړي له موټر چلوونکو سره له نږدې وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې، ترڅنګ یې د ځینو اجرایي کارونو لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS