د مالیې وزارت سرپرست ۲۰ سترې او لومړیتوب لرونکې پروژې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک رئیس ته وړاندې کړې

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۱:۵۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۲۲مه نېټه په لوکزامبورک ښار کې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک د څلورمې کلنې ناستې په څنډه کې د یاد بانک له رئیس ښاغلي جین لیقون سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د بیوزلۍ د زیاتوالي ستونزې سره په مبارزې، په اقتصادي سکټورونو کې د متمرکزو پروګرامونو د طراحي او پلي کیدو له لارې اقتصادي ځان بسیاینې په ټول هیواد کې متوازنې پراختیا ته رسیدو لپاره منفي اقتصادي شوک ته په مناسب غبرګون، د کارموندنې د فرصتونو په جوړیدو، د اسانه او اوږدمهاله پورونو له لارې د لویو او لومړیتوب لرونکو پروژو په مالي ملاتړ او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او خبرې وکړې

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست ۲۰ سترې او لومړیتوب لرونکې پروژې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک رئیس ته وړاندې کړې، چې بانک کولی شي په راتلوونکو کلونو کې د دې پروژو یوه برخه تمویل کړي.

په پای کې د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک رئیس، یو ځل بیا له افغانستان سره د دې بانک له لوري د اړینو پروژو د تمویل په تړاو په خپلو ژمنو ټینګار وکړ، پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکې کې به نوموړی بانک یوه تخنیکي ډله افغانستان ته استوي، څو یادې پروژې و ارزوي او د دغه هیواد اړینې پروژې تمویل او پاملرنه ورته وکړي.

خبر

همدا شان د افغانستان د سترو مهمو پروژو د تخنیکي بحث لپاره د مالیې وزارت سرپرست د اسیا زېربنایي پانګونې بانک له مرستیال ښاغلي ډانیل الکسانډر، سره په جلا توګه وکتل. ښاغلي ډانیل الکسانډر، د دې بانک له لوري د افغانستان د مهمو پروژو د تمویل په هکله خوښي څرګنده کړه.

خبر

د یادونې وړده، چې د پنځو هیوادونو ( افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان، ایران او چین) تر منځ رېل پټلۍ، برېښنایي بندونه او نوي کېدونکي انرژۍ، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په ګډون د هیوا هوایي ډګرونو پراختیا، د ختیځو ولایتونو بريښنایي بندونه، د واخان دهلېز له لارې د فایبر نوري پروژه، په سترو ښارونو کې د کورجوړونې پروژې او د کابل حلقوي سړکونه هغه سترې پروژې دي چې د افغانستان له لوري د اسیا بنسټیزې پانګونې بانک ته وړاندیز شوې دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS