د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار سره په اړوند موضوعاتو یې خبرې وکړې

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۸ - ۱۹:۸
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د وري میاشتې په ۲۶ مه نېټه په حقوقي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلی کبیر عیسی خېل سره په اړوندو موضوعاتو یې خبرې ورسره وکړې.
ښاغلي عیسی خېل، د مالیې وزارت نوماند وزیر ته د مبارکۍ ترڅنګ، خپلې کړنې روښانه کړې او ویې ویل، چې دی ولسمشر ته د نړیوالو حقوقي کنوانسینونو په برخه کې سلا مشورې ورکوي. هغه وویل، چې افغانستان دي نړیوالو کنوانسینونو، قراردادونو او موافقتنامو ته چې دوه، درې او یا څو اړخیزه دي کتنه وکړي او همدا شان د مالیاتو او ګمرګونو په برخه کې چې کومې هوکړې لاسلیک شوې دي د اقتصادي او قانوني هر اړخیزو ګټو او زیانونو ته په کتو سره باید وارزول شي

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، له نوموړي مننه وکړه او وې ویل، چې موږ په ډېری کنوانسینونو کې له سېمې هیوادونو سره غړیتوب لرو او نورو زیاتو ته اړتیا لرو، چې غړیتوب یې واخلو همدا رنګه له ګاونډیو هیوادونو سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه قراردادونه لرو، چې هر کنوانسیون او قرارداد باید په غور سره وکتل شي او موږ به په دې تړاو د حکومت له پرېکړې سره سم وروستی ګام پورته کړو

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS