د مالیې وزیر د "اقتصادي لومړیتوبونه او د مرستو اغېزمنتوب" په نوم د ۲۰۲۰ کنفرانس په جانبي ناسته کې ګډون او وینا وکړه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۸:۴۸
خبر

د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال د "اقتصادي لومړیتوبونه او د مرستو اغېزمنتوب" په نوم د ۲۰۲۰ کنفرانس په جانبي ناسته کې ګډون او وینا وکړه

په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د USAID ادارې سرپرست مرستیال ښاغلي جان بارسا، په پاسفیک – اسیا کې د UNDP سکرټر جنرال مرستیال او د دې بنسټ سیمه ایز رئیسه اغلی کاني ویګناراجا، د خصوصي سکټور استازو او مرسته کوونکو ګډون کړی وو، د مالیې وزیر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو او ملاتړ د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې که څه هم روانو جګړو د افغانستان په اقتصادي وضعیت منفي سیوری غوړولی، خو اقتصادي ودې او پراختیا ته د افغانستان رسېدلو لپاره نړیوالې مرستې اغېزمنې دي.

خبر

د هیواد د مالیې وزیر وویل، چې بیکاري، بېوزلۍ، روغتیایي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی او د زیربناو کمښت او ترڅنګ یې د کرونا ویروس خپرېدو په افغانستان کې اقتصادي وده او پراختیا ټکنۍ کړېده. په همدې لحاظ افغانستان د نړیوالې ټولنې مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري، څو وکولی شي د افغانستان د سولې او پراختیا دویم ملي چوکاټ په عملي کولو او د هیواد د کورنیو سرچینو له مدیریت او اغېزمنې ګټې اخیستنې تر ۲۰۲۵ کال پوري په ځان بسیا او پراختیا موندونکي افغانستان ته ورسېږو.

همدا شان د مالیې وزیر په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان حکومت مالي ستراتېژي ترتیب کړي ده، چې په پلي کولو سره یې افغانستان کولی شي تر ۲۰۲۵ کال پوري خپله ټوله عادي بودیجه د هیواد له کورنیو سرچینو چمتو کړي. هغه زیاته کړه، چې موږ له خپلو نړیوالو شریکانو غواړو؛ څو په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره خپلو ژمنو او مرستو ته دوام ورکړي او دغه هیواد د ځان بسیاینې مزل دوام ته ورکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS