د ننګرهار په ګمرک کي قاچاق کېدونکي قیمتي ډبري نیول سوي دي

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۳
خبر

د ننګرهار ولایت تورخم په ګمرک کې د ګمرک د ریاست اړوند چک پوسټونو د مسؤلینو له لوري ګاونډي هیواد ته قاچاق کېدونکي قیمتي ډبري نیول سوي دي.

د ننګرهار ګمرک د مسؤلینو له قوله دغه قیمتي ډبري چي په یوه ټېلر موټر کي په ماهرانه ډول ځای پر ځای سوي وې، ورسره د قاچاق مسؤل او موټر چلوونکی دواړه لاس په لاس نیول سوي دي.

خبر

په دغو قیمتي ډبرو کې د ۵۷۰ کیلو ګرامه وزن په لرلو کونذیټ او د نیفریټ په نامه قیمتي ډبري چي وزن یې ۴۱۶ کیلو ګرامه وو د پلټني د مسؤلینو لاسته ورغلي دي.

خبر

دا په داسي حال کي ده، چي څه موده وړاندي د همدې ګمرک د پلټني او تالاشیو یا چک پوسټونو کي د ګمرک د مسؤلینو له لوري ګاونډي هیواد ته يوه اندازه ميس، درمل، ښځينه وېښتیان او نور با ارزښته توکي چي په ناقانونه او قاچاقي توګه لېږدول کېدل نیول سوي وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS