د نیمروز او فراه په ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي ونیول سول!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۰:۴۱
..............

 

د نیمروز او فراه ولایتونو د ګمرکونو د ګرځنده څارني کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي کشف او نیول.
په نیول سوو توکو کي (۱۸۲۰) کیلو ګرامه پاکستاني انساني طبي درمل، (۲۹۷۶۰) پاکټه نشه یي درمل، (۶۰۵) کیلو ګرامه رُب، (۲۳) بستې لوبیا، (۳۳۶) کیلو ګرامه پلاستیک او (۵۴۳) کیلو ګرامه چاکلېټ شامل دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې هیواد ته راوړي.
یاد نیول سوي توکي او عاملین ئې د نورو څېړنو او اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي.
د یادوني وړ ده، چي اوسمهال د هیواد په ټولو لویو لارو کي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ټیمونه فعال دي او چاته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS