د هرات ولایت د اسلام کلا او تورغونډۍ په سرحدي ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او فعالي سوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۶:۱۵
............

د غبرګولي ۷مه ۱۴۰۴هـ.ل د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي (۵۱) او د تورغونډۍ په سرحدي ګمرک کي (۲۹) امنیتي کېمرې نصب او فعالي سوې، چي یادي کېمرې به په نږدې راتلونکي کي له مرکز سره هم ونښلول سي. د دغو امنیتي کېمرو په نصبولو سره به د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سرغړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کي هم د پام وړ اسانتیاوي رامنځته سي. د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت ژمن دئ، چي د هیواد ټول ګمرکونه په معیاري برېښنايي سیسټمونو سمبال کړي؛ ترڅو هیوادوالو په ځانګړي ډول سوداګرو ته د پام وړ اسانتیاوي برابري سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS