د کرونا ویروس سره د مبارزې او عامه هوساینې په برخو کې د افغانستان حکومت مالي بسته

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۲/۱۳ - ۱۶:۰
خبر

د افغانستان حکومت له کرونا ویروس سره د اغیزمنې او رڼې مبارزې، له خلکو څخه د ملاتړ او عامه هوساینې په موخه د ۸۹.۶ میلیارده افغانیو بسته چمتو کړی چې یاده بسته کې  د عوایدي سرچینو او د لګښتونو پلان شامل دی.

عوایدي سرچینې

له کرونا ویروس سره د مبارزې او عامه هوساینې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت مالي بسته

د بستې مجموعه – ۸۹.۶ میلیارده افغانۍ

سرچینې

۲۹.۷ میلیارده افغانۍ

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د تعدیلاتو مجموعه

۲۲.۴ میلیارده افغانۍ

د نړیوالو بنسټونو او هیوادونو د ملاتړ مجموعه ( په ملي بودیجه کې غیراختیاري او له ملي بودیجې څخه بهر تمویل)

 

 

۷.۷ میلیارده افغانۍ

۳.۱ میلیارده افغانۍ

۴.۲ میلیارده افغانۍ

 

 

 

۵.۶ میلیارده افغانۍ

۱.۹ میلیارده افغانۍ

 

په ملي بودیجه کې غیر اختیاري

 

  • نړیوال بانک
  • اسیایې پراختیا بانک
  • اروپایې ټولنه

 

له ملي بودیجې څخه بهر تمویل

  • اروپایې ټولنه
  • د امریکا متحده ایالتونه

 

۳۳.۱ میلیارده افغانۍ

د غیر اختیاري پروژو بیا کتنې څخه د احتمالي وجوې تر لاسه کول

۴.۳ میلیارده افغانۍ

له اختصاص ورکولو پرته په لاس کې شته وجوه

د لګښتونو پلان

له کرونا ویروس سره د مبارزې او عامه هوساینې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د مالي بستې د لګښتونو پلان

موخه

ارزښت

روغتیا

۱۳.۴ میلیارده افغانۍ

روغتیایې زیربناء او تجهیزات

۱۱.۱ میلیارده افغانۍ

ټولیز مصؤنیت

۲۷.۷ میلیارده افغانۍ

عامه هوساینه

۳۳.۱ میلیارده افغانۍ

د بیړنیو او ستونزمنو حالاتو لپاره په لاس کې شته وجوه

۴.۳ میلیارده افغانۍ

د یادې بستې له جملې څخه ۳۳.۱ میلیارده افغانۍ له عادي او پراختیایې بودیجې څخه تعدیل شوی چې ۲۹.۷ میلیارده افغانۍ کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او ۳.۴ میلیارده افغانۍ یې عملیاتي او پراختیایې برخو ته ځانګړي شوي دي چې د تصویب لپاره به پارلمان ته ولیږل شي. پاتې نوره وجوه چې بستې کې شامله ده د ملي بودیجې له لارې په غیر اختیاري ډول د مرسته کوونکو هیوادونو او بنسټونو سره په همکارۍ او همغږۍ ولګول شي.

له نویو تعدیلاتو سره په ټوله کې ملي بودیجه چې د ۱۳۹۹ مالي کال په پیل کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وو، ۴۴۹.۴ میلیارده افغانیو ته به ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې مالیې وزارت د وجوې د لګښتونو په برخه کې د روڼتیا او حساب ورکولو اصل ته ژمنتیا لري او د دې برخې د لګښت روڼتیا په برخه کې د پارلمان، د پلټنې عالي ادارې او نورو اړوندو څارونکو ادارو سره هر اړخیزه همکاري کوي. نور بنسټونه لکه مدني ټولنې او رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له سره سم کولی شي له دې پروسې څخه څارنه وکړي.

همداشان د ۲.۳ میلیارده افغانیو لپاره چې ولایتونو ته ځانګړې شوي دي مالیې وزارت د سېمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره په ګډه طرزالعمل ترتیب کړی چې د دې طرزالعمل د اوومې مادې سره سم د نظارت شورا د ( ولایتي شورا او یا د ولسي جرګې، مدني ټولنې، ښاروالۍ او یا ناحیې، ولایت، مستوفیت، خصوصي سکټور غړي او د سېمې له رسنیو څخه یو نفر) څخه جوړه شورا ده.

 همداشان د یادونې وړ ده چې په یاده بسته کې د عامه هوساینې وجوه د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تمویلیږي چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي. د عامه هوساینې بسته د افغانستان حکومت او نړیوال بانک له لوري په ګډه چمتو کیږي چې جزئیات به یې د چمتو کیدو وروسته له خلکو او رسنیو سره شریک شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS