زېربنایي پروژې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ پلي کېږي
له زېربنایي ادارو سره د زېربناوو د شریکونې ناسته ترسره شوه. دغه ناسته کې چې د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د عامه پانګونې او زېربناوو عمومي رئیسه کبرا توسلي په مشرۍ او د ۸ تطبیق کوونکو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه، د جغرافیایي معلوماتي سیستم(GIS) او د زېربناوو د پراختیا او پلان جوړونې برخه کې د یاد سیستم د کارونې په اړه بحث او خبرې اترې وشوې. همدارنګه ژمنه وشوه، چې ټولې زېربنايي ادارې دې له خپل سرو کیندنو، چې د عوایدو د ضایع کېدو لامل ګرځي ډډه وکړي.
