له افغانستان سره به بشردوستانه مرستي دوام ولري

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۵ - ۹:۱۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د یونسیف (UNICEF) مؤسسې له لوړ پوړي پلاوي سره چي مشري یې د دې سازمان عمومي مرستیال عمر (عبدي) کوله او نوموړی د افغانستان د لیدنې په حال کي دئ، وکتل.

په دې ناسته کي چي د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال او د دې وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود، دواړو لوریو له نړیوالو سازمانونو سره د نېکو اړیکو په څرنګوالي، د بشردوستانه مرستو په دوام او دا راز د افغانستان د ښوونیزو او روغتیایي پروګرامونو په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې. همدا شان د لیدني په اوږدو کي د (UNICEF) عمومي مرستیال د خپل سفر بریالي ترسره کېدو ترڅنګ له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS