مېرمن کبرا توسلي د پالیسۍ معینیت د زېربنا مشارکت د رئیسې په توګه معرفي شوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۰:۷
خبر

اغلې کبرا توسلي، چې په دې وروستیو کې د مالیې وزارت پالیسۍ معینیت د زېربنا مشارکت د رئیسې په توګه ګمارل شوې وه، د تلې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د مالیې وزارت د اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، له لوري د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شوه.

د اغلې توسلي، د پېژندنې په مراسمو کې د څارنې، تحلیل او راپور ورکونې عمومي رئیس او د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي محمد ناصر صدیقي، د پالیسیو د تحلیل او پروګرامونو عمومي رئیس ښاغلي سید اولیا هاشمي او د دویم بست یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

خبر

د مالیې وزارت اداري مرستیال، د پالیسۍ معینیت نوې ګمارل شوې رئیسې ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او له کارکوونکو یې وغوښتل څو له نوموړې سره بشپړه همکاري وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS