په تېرو دو اوونیو کې ۷ میلیارده ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي
د ۱۳۹۹ مالي کال د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې نه تر ۱۵ مې نېټې پورې ۷ میلیارده ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۳۹۴ میلیونه له مستوفیتونو، ۱ میلیارده ۱۸۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارده ۷۵۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۸۳۱ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۴۲ میلیارده ۶۸۵ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.
همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د لړم میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ (۵۷.۶٪) پراختیایې بودیجه او ۲۲۱ میلیارده ۷۳۱ میلیونه افغانۍ (۷۳٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۳۲۱ میلیارده ۷۳۱ میلیونه افغانۍ (۶۷٪) جوړوي.
