د مالیې وزارت سرپرست: افغانستان خپلې اصلاحي ژمنې د جینوا کنفرانس د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ سره سم تر سره کړي

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۴:۴۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د وږی میاشتې په ۲۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د المان هیواد سفیر ښاغلي پیتریروګل، سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان له لوري د المان شرکتونو  د پور په ورکړې، د هغو شرکتونو د مالیاتو د ورکړې د ستونزې په حلولو چې د المان پراختیایې مرستو د قرارداد لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي، د دې مسئلې د حلولو په موخه د دې هیواد په پراختیایې قراردادونو کې د مالیاتو د ورکړې موضوع په زیاتولو، ګډوالو او کورنیو بیځایه شویو سره له افغانستان سره د المان هیواد په مرستو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

همداشان په دې ناسته کې د جینوا کنفرانس په دوه اړخیزو ژمنو هم بحث وشو. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې افغانستان د جینوا کنفرانس د دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ سره سم خپلې ژمنې په خپل وخت سره تر سره کړي دي.

خبر

د المان سفیر وویل د دې لپاره چې افغانستان په خپل وخت سره خپلې اصلاحي ژمنې پلي کړي دي، المان به له افغانستان سره ۸۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS