د افغانستان حکومت اواروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد تخنیکي کمېټې شپاړسمه ناسته وشوه

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۳:۱۳
خبر

شانزدهمین نشست کمیتۀ تخنیکی قرارداد دولت سازی (SRBC)

د مالیې وزارت د څارنې، تحلیل او راپور ورکونې لوی رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي؛ او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د مرستو استازي ښاغلي ډېویډ بیرتون، په مشرۍ د لړم میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد تخنیکي کمېټې شپاړسمه ناسته په مالیه وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د بېلابېلو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی وو، د دولت جوړونې د شاخصونو په پرمختګ، شته ستونزو په بررسۍ، د کار قانون او پالیسۍ نهایي کول، د کانونو او په ولایتونو کې د کانونو رسمي استخراج  او فعالیت لپاره د شفاف قانوني چوکاټ جوړولو، د کانونو غیر قانوني استخراج مخنیوي او په قانوني بڼه د کانونو د استخراج ملاتړ، د کانونو په سکټور کې اصلاحاتو، د ولسي تړون له لارې د پروژو پلي کولو، کلیو ته د خدمتونو وړاندي کولو او نورو مسایلو په تړاو خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.

خبر

پرېکړه وشوه، څو د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنه هڅه وکړي، چې د روان کال تر پایه ټولې شاخص شوې ژمنې بشپړي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS