مالیې وزارت کې د جوړښتونو بدلون په اړه د مالیې وزارت رهبرۍ او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون غونډه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۱:۱۵
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د کب میاشتې په ۲۹ مه نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له رئیس ښاغلي نادر نادري سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونو هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په ټاکل شوې موده کې باید د جلالتمآب ولسمشر فرمان پلي شي او له ځنډ سره مخ نه شي. نوموړي زیاته کړه چې د ادارو د تشکیل جوړښت باید داسې تنظیم شي څو د اغیزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکولو اصل تامین کړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د دواړو لوریو تخنیکي ټیمونه باید کاري جوړښت او د دندو لایحې په دوه اړخیزې همغږۍ سره ترتیب کړي څو په دې برخه کې پیچلتیا شتون ونلري.
ښاغلي نادري وویل چې د کمېسیون تخنیکي ټیم به هره ورځ له مالیې وزارت سره په دې برخه کې کار کوي څو نوی جوړښت له قانون سره سم پلی شي.

خبر

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون تخنیکي ټیمونو نن د جوړښتونو بدلون په اړه خپل کار پیل کړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS