د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت مدیره پلاوي ناسته وشوه
د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت د مدیره پلاوي د غړو په حضور کې د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي، په مشرۍ د دې شرکت مدیره پلاوي ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت په لاسته راوړنو، د تشکیل د طرحې په وړاندي کولو، د ۱۴۰۰ مالي کال په مالي پلان، تدارکاتي پلان، د پېرېدودونکو د طرزالعمل په تعدیل او د دې شرکت د بشري سرچینو په طرزالعمل، د جندر د پالیسۍ په وړاندي کولو، د ټرانسپورټ د طرزالعمل او یو شمېر ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او په تړاو یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
