د مالي کړنو ښه کولو په غړو ادارو(FPIP) کې د کړنو ارزونې پیل

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۵۹
خبر

نن ورځ د مالیې، پوهنې، کانونو او پترولیم وزارتونو، پلټنې عالي ادارې، ملي تدارکاتو ادارې او د افغانستان د استخراجي صنایع روڼتیا نوښت په سکرټریت کې د مالي ریفورم او کړنو ښه کولو د پلانونو خپلواکې ارزونې بهیر پیل شو.

د دې پروسې چې موخه یې د ادارو د مالي کړنو، لاسته راوړنو او د پلان شویو ریفورمونو پلي کولو د څارنې ارزونه، د ستونزو پېژندنه او د حل لارو موندل دي، د نړیوالو منل شویو معیارونو پر بنسټ د ملي او نړیوالو ارزوونکو له لوري به د مالیې وزارت په مشرۍ هر اړخیز و ارزول شي او بشپړ راپور به یې د روان کال غویي میاشتې په ۱۱ مه نېټه خپور شي.

کوم بنسټونه چې د عامه مالي مدیریت (PFM) په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي، پلانونه یې په عمومي توګه د مالي کړنو ښه کولو (FPIP) پروګرام له لارې پلي کېږي. دغه پروګرام په افغانستان کې د مالي سیستمونو د ښه کېدو سبب ګرځي، چې له چوکاټونو او ښو ملي او بین المللي تجربو سره یې په برابرۍ، په هیواد کې عامه مالي مدیریت معیاري او د سیستماتیکو کړنو پر بنسټ د خدمتونو وړاندي کول ښه او پیاوړي کوي.

د مالي کړنو ښه کولو پروګرام، د هیواد د عامه مالي مدیریت سیستمونو د ریفورم پلي کولو او پیاوړي کولو په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني په نوښت رامنځته شوی دی.

په دې پروګرام کې د پلانونو ارزونه د دریو معیارونو پرنسټ؛ په ټاکلي وخت د کړنو بشپړول، د ترسره شویو کړنو کیفیت او کړنو مؤثریت، او د ارزوونکو له لوري د اثباتیه شواهدو په پام کې نیولو سره درجه بندي کېږي.

خبر

د یادونې وړده، چې د پلانونو خپلواکې ارزونې یا کره والي بهیر، د ځاني ارزونې پروسې له بشپړېدو وروسته روښانه کېږي. ځاني ارزونه هغه بهیر دی، چې پر بنسټ یې ادارې خپلې کړنې په خپله ارزوي او د دې ارزونې له مخي هرې کړنې ته نومره ورکول کېږي، چې د خپلواکې ارزونې بهیر د ادارو خپل ځاني ارزونې ته باور ورکوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS