په لومړي ځل د خوست او ابونصر فراهي په ګمرکونو کي د صادراتي توکو د وزن معلومولو لپاره تلي ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۴:۲۰
خبر

د ګمرکونو لوی ریاست په لومړي ځل د خوست او ابونصرفراهي په ګمرکونو کي د صادراتي توکو د دقیق وزن معلومولو په موخه انالوګ تلي فعاله او ګټي اخیستني ته وسپارلې.

د یادو تلو په فعالولو سره سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکونکو ته د اسانتیا برابرولو تر څنګ د زیات وزن او د ملي عوایدو له تېښتي څخه به هم مخنیوی وسي.

د ابونصرفراهي ګمرک نوې فعاله سوې تله ۲۲ متره اوږوالی او ۱۰ دانې لوډسیلونه لري، همداشان د خوست ګمرک تله ۱۸ متره اوږدوالی او ۸ دانې لوډسیلونه لري، چي هره تله د ۱۵۰ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري.

پر یادو تلو شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي پیسې ئې د مالیې وزارت له بودیجې څخه تمویل سوي دي او کار ئې د یو افغاني شرکت له لوري د درېیو میاشتو په موده کي پای ته ورسېد.

خبر

د یادوني وړ ده، چي ډیر ژر به  د نیمروز ګمرک او حیرتانو بندر کي هم د صادراتي توکو لپاره ورته تلي ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS