د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي کندهار ولایت ته سفر وکړ  

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۷
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د عوایدو او ګمرکونو  پلټني رئيس ښاغلي محمد نادر همایون په مشرۍ یوه پلاوي د پلټنې سپارښتنو د تطبیق تعقیب (Audit Follow-up) په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ. 

د سفر په ترڅ کي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د کندهار ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه او د یاد ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره یې خپلې مشورې ا وړاندیزونه شریک کړل.

ښاغلي محمد نادر همایون، ګډونوالو ته په خبرو کي د پلټني د هدف، اهمیت او کاري بهیر په اړه خبرې وکړې او د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست او د پلټني عالي ادارې د پلټونکو له لوري د تېرو پلټنو په ترڅ کي د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو تطبیق ئې تعقیب کړ. د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د یادې ادارې له مسؤلینو څخه وغوښتل چي د پلټني د مؤثریت او چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور ئې له مرکز سره شریک کړي. همدارنګه د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د ګمرکي پروسو د ساده کولو او لا شفافیت په موخه د کندهار ګمرک له مسؤلینو سره خپل نظرونه هم شریک کړل.

خبر

په پای کي د عوایدو او ګمرکونو  پلټني رئيس د کندهار ګمرک د مسؤلینو ستونزي او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه ئې وکړه، چي ډېر ژر به ئې د وزارت مشرتابه ته د حل په موخه ورسوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS