په مالیې وزارت کي د کنټرول خونه (Control Room) فعاله سوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۱:۲۱
خبر

د مالیې وزارت آی ټي ریاست د دغه وزارت د امنیتي غوره والي په موخه د څارني او کنټرول خوني مدیریت (Control Room) فعال کړ.
دغه مدیریت د مالیې وزارت د شتمنیو د ساتني، د زیانمنو برخو د پیژندني او د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه رامنځته او د وزارت له امنیتي قوماندانۍ سره نږدې همکاري لري.
یاد مدیریت د وزارت نه بهر، د وزارت انګړ، د موټرو پارکینګ، هنګر، دهلیزونو او دفترونو کي د امنیتي کمرو په نصبولو سره، د وزارت بېلابيلو برخو ته کافي لاسرسی لري او کنټرول او څارنه ئې کوي.

خبر

د مالیې وزارت آی ټي ریاست د کنټرول خوني په کاروني سره غوره امنیت او لا مسئولیت پذیرۍ ته لاسرسی موندلی، په داسي حال کي چي پخوا په مالیې وزارت کي ورته سیسټم شتون نه درلود.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS