د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست رهبرۍ د سرای شهزاده له صرافانو سره ناسته وکړه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۴:۴۱
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي الحاج ملا عبدالقاهر ادریس، د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال او کفیل ښاغلي عبدالولي نوري، د دغه ریاست عملیاتي مرستیال حافظ خلیل احمد ابوالا حسان، د حقوقي خدمتونو او عوایدو پاليسۍ رئیس مولوی نداء محمد صدیقي، د کوچنیو مالیه ورکوونکو رئیس محمد هاشم هاشمي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر سید احمد هائد، د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک د استازو په حضور کي د صرافانو له اتحادیې سره د مالیې د ورکړي په څرنګوالي ناسته وکړه.

په دغه ناسته کي د (۱۴۰۱) کال د ثابتي مالیې او همدارنګه د (۱۴۰۲) کال د اظهار نامې له طریقه د مالیاتو په ورکړه بحث وسو؛ همدغه راز پرېکړه وسوه، چي د اظهار نامې په برخه کي به صرافانو ته د عوایدو لوی ریاست له لوري روزنیز پروګرامونه جوړ سي؛ ترڅو د اظهار نامې په وړاندي کولو کي ستونزه ونه لري؛ نو د دې لپاره به یو تخنیکي ټیم جوړېږي، چي په مرسته به ئې د دوی ستونزي حل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS