د کندهار ګمرک رئیس د خوړو او درملو ملي ادارې له رئیس سره وکتل!

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۲:۲
................

 

د کندهار ګمرک رئيس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپل کاري دفتر کي د خوړو او درملو ملي ادارې له رئيس ډاکټر عبدالباري عمر سره وکتل.
په پیل کي د کندهار د ګمرک رئیس نوموړي ته ښه راغلاست ووایه، چي وروسته بیا دواړو لوریو د انسان د روغتیا په ارزښت او ورپېښو خطرونو، د خوړو او درملو د حساسيت، د درملو د را واردولو په اصولو او مقررو، ملي ستراتيژۍ او طرزالعملونو، د قاچاق د مخنيوي، د معيار او کيفيت د کنټرول، د درملو د قرنطين او ګودام کولو، د بې کيفيته خوراکي توکو او درملو په استهلاک او مخنيوي، د ملي توليداتو د ملاتړ او ساتني او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هر اړخیزي خبري وکړې.
په پای کي پرېکړه وسوه، چي د دواړو ادارو ترمنځ تلپاتي همکاري او همغږي رامنځته سي؛ ترڅو په ګډه د قاچاقي درملو را واردولو او د ګمرکي محصول د تېښتي مخنیوی وسي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS