د مالیې وزیر د افغانستان د نفت او ګازو سرتاسري اتحادیې له مسئولینو سره وکتل!

syllab_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۰:۳۶
...........

 

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د هیواد د سوداګرۍ او پانګوني خوني له سرپرست محمد یونس مهمند او د افغانستان د نفت او ګازو شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له رئیس سید کریم هاشمي سره وکتل.
په دغه کتنه کي، د نفت او ګازو د سرتاسري اتحادیې رئیس له مالیې وزارت څخه مننه وکړه، چي دوی ته ئې د ګمرکونو په سیسټم کي اسانتیاوي برابري کړي دي.
ښاغلي هاشمي خوښي څرګنده کړه، چي له دې وروسته د نورم او سټنډرډ ادارې د نفت او ګازو اړونده برخه د مالیې وزارت تر اثر لاندي فعالیت کوي، چي ورسره به د نفت او ګازو شرکتونو ته په اړونده برخه کي لا ډېري اسانتیاوي رامنځته سي.
د مالیې وزیر وویل، چي په هیواد کي ټول سوداګر او د نفت او ګازو شرکتونو مسئولین هر وخت په ډاډه زړه کولای سي خپلي ستونزي او غوښتني له مالیې وزارت سره شریکي کړي او دغه وزارت هم تل هڅه کوي چي دوی ته په اړوندو برخو کي لا ډېري اسانتیاوي برابري کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS