د مالیې وزارت مقام د شکایتونو اورېدو خپلواک آمریت ۱۵ شکایتونو ته رسېدنه کړې!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۱
..............

د مالیې وزارت د شکایتونو د اورېدو خپلواک آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د رسېدني مسئولیت په غاړه لري او ترلاسه سوي شکایتونه په مستقیم ډول د وزارت له مقام سره شریکوي.
دغه آمریت د روان (۱۴۰۳) هـ.ل کال لېندۍ میاشتي له پیل څخه د دغي میاشتي تر پایه پوري (۲۰) بېلابېل شکایتونه ترلاسه او اورېدلي دي، چي له دغه شمېر څخه (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه سوې، (۲) تر کار لاندي دي او (۳) نور شکایتونه د کافي معلوماتو او شکایت کوونکو له لوري د اثباتیه اسنادو د نشتون له امله د دغي ادارې لخوا بې بنسټه بلل سوي.
په دغو شکایتونو کي (۱۵) د واټساپ له لاري او (۵) نور په حضوري بڼه له دې ادارې سره شریک سوي دي. په ترلاسه سويو شکایتونو کي ډېری د املاکو، تدارکاتو، مالي او منفکۍ په برخو کي دي، چي د دغه آمریت له لوري پر وخت رسېدنه ورته سوې ده.
د یادوني وړ ده، چي ټول هیوادوال کولای سي، چي د مالیې وزارت د بېلابېلو څانګو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو او د ګومارني په برخه کي د اصلاحاتو په تړاو خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د برېښنالیک، واټساپ، ټلیفون، حضوري بڼه او د شکایتونو د صندوق له لاري له دغې ادارې سره شریک کړي، چي د شکایتونو د آورېدو آمریت به له طبقه بندۍ وروسته په شفاف او ټاکلي وخت رسېدنه ورته کوي.
د اړیکو شمېرې: ۰۲۰۲۹۲۴۲۳۳/ ۰۲۰۲۹۲۴۱۹۰
واټساپ نمبر: ۰۷۴۵۷۶۵۷۵۶
برېښنالیک: Officialcomplaints@mof.gov.af

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS