د عوایدو لوی ریاست په تړاو نویو مقرر سویو کارکوونکو ته ټولیز معلومات وړاندي سول!

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۰
............

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت له لوري نویو مقرر سویو کارکوونکو ته د دغه ریاست د ټولو اړوندو اړینو موضوعاتو په تړاو ټولیز معلومات وړاندي سول.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال عبدالولي نوري، د عوايدو د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس مولوي نداء محمد صدیقي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر روزي محمد نېکمل او نویو ګمارل سويو کارکوونکو ګډون درلود .
په دغه غونډه کي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر له لوري ګډونوالو ته د عوايدو لوی رياست د اداري جوړښت، اهدافو، برېښنايي سيسټمونو، اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعات په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي سول.
د غونډي په وروستیو کي د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستيال نویو مقرر سویو کارکوونکو ته په اخلاص، مسلکي او دقيقه توګه د چارو د ترسره کولو سپارښتني هم وکړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS