د مالیاتي تصفې او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه لویو مالیه ورکوونکو ریاست ته مرکز او ۵ ولایتونو د لویو شرکتونو لیږدلو په اړه د مالیې وزارت خبرتیا؛

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۱ - ۱۷:۵۳

د اقتصاد عالي شورای د دریمې ګڼې د ۱۳۹۷ کال د وري میاشتې ۱۴ مې نېټې د پرېکړې له مخې د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د واحدې ادارې جوړیدل تائید شوي دي. چې له مخې یې هغه ټول لوی شرکتونه چې په مرکز او پنځو لویو ولایتونو کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار او کندوز کې راجستر شوي دي او په ۱۳۹۶ مالي کال یې د پلور کچه ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او یا له دې څخه زیات وي د مالیاتو په تصفیه کې د لا زیاتو اسانتیاوو، په مسلکي ډول د خدمتونو د وړاندې کولو، د دقیقې مالیې ټاکلو او د عوایدو راټولیدو بهیر د ښه والي په موخه په کابل کې د لویو مالیه ورکوونکو ریاست ولیږدول شي.

د دې تر څنګ د مالیه ورکوونکو لپاره د لا اسانتیا په موخه، د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د الکترونیکي اظهارلیکونو پروسه لا له وړاندې پیل کړې چې ټول شرکتونه کولی شي خپلې مالیاتي فورمې په ټاکلي وخت په خپلو دفترونو کې ډکې او د انټرنیټ له لارې یې د عوایدو په سیستم کې ثبت کړي.

د یادونې وړ ده چې د عوایدو لوی ریاست د سیستم له لارې د مالیاتي فورمو د ډکولو او مالیه ورکوونکي ته د یوزر جوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ هره سه شنبه د ورځې له ۹:۰۰ څخه تر ۱۲:۰۰ بجو جوړوي او ټول مالیه ورکوونکي کولی شي په دې ورکشاپونو کې ګډون وکړي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره ټول مالیه ورکوونکي کولی شي د عوایدو لوی ریاست د خدمتونو مرکز له 1000 شمېرې او یا هم په 0202924658 شمېرې اړیکه ونیسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS