د عوایدو لوی ریاست دوو لوړپوړو بستونو ته نوي مسئولین معرفي شول

syllab_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱
.......

د چنګاښ ۴مه۱۴۰۵ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د (۹۸) ګڼې حکم پر بنسټ پوهنیار نداء محمد صدیقي د عوایدو د تخنیکي مرستیال او پوهندوی غلام عمر عبدالله د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.
د دغو مسئولینو د معرفت غونډه د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه، چې د عوایدو او ګمرکونو معین، د عوایدو لوی رئیس، د معینیت مشاورینو، اړوندو رئیسانو او آمرینو ګډون پکې کړی وو.
په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د امارتي دندو د ارزښت او مسئولیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې امارتي دندې امتیاز نه؛ بلکي امانت او دروند مسئولیت دی او ټینګار یې وکړ، چې مسئولین باید خپلو دندو ته د خدمت او ژمنتیا له نظره وګوري او د کاري بهیر د لا پرمختګ لپاره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.
له غونډې وروسته نوي ټاکل شوي مسئولین خپلو اړوندو کاري شعبو ته ور وپېژندل شول او له اداري کارکوونکو سره یې د خپلو دندو د پیل په موخه لیدنې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده، چې پوهنیار نداء محمد صدیقي تر دې وړاندې د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ د رئیس په توګه او پوهندوی غلام عمر عبدالله د ملي بودیجې د پلان او ریفورم د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS