د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د جوړیدو په موخه د چمتو والي ناسته جوړه شوه

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۹:۴۹
منظور برگزاری کمیسیون مشترک اقتصادی و تجارتی میان افغانستان و تاجیکستان دایر گردید

د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د جوړیدو په موخه د چمتو والي ناسته نن د چنګاښ میاشتې په ۸ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې ناسته کې چې د صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورت، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو همداشان د نفت او ګازو، ریل پټلۍ او چاپیریال ساتنې ادارو مرستیالانو ګډون کړې وو، د افغانستان له لوري د یادو هیوادو تر منځ د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د جوړیدو په چمتو والي او له دې کمېسیون څخه د دواړو لوریو په غوښتنو هر اړخیز بحث وشو.

جلسه

ټاکل شوی ده چې د افغانستان او تاجیکستان تر منځ دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون په روانه اوونۍ کې په تاجیکستان کې جوړ شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS