د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ څلورمه ناسته وشوه

ezat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۵
د ګمرکونو او عواید معینیت

د تلې۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ د یاد معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د (۱۴۴۸) هـ.ق کال د همغږۍ څلورمه ناسته و شوه.
په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین د دا ډول ناستو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اړوندو ریاستونو ترمنځ دوامداره همغږي او د نظرونو تبادله د چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د تشخیص او پر وخت د حل لپاره مهمه ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ګډ کار او متقابلې همکارۍ له لارې کولای شو اداري چارې لا اغېزمنې او منظمې پر مخ یوسو.
ورپسې د (۱۴۴۸) هـ.ق کال د همغږۍ د درېیمې ناستې د موضوعاتو او پرېکړو په اړه راپور وړاندې شو او د ترسره شوو اقداماتو په تړاو معلومات شریک شول.
همدارنګه په دې ناسته کې د نفتي توکو د کیفیت د کنټرول لوی ریاست د نظام (سیسټم) د پلي کېدو، د قراردادونو اړوند موضوعاتو، د استعلامونو د ځوابونو او د اړوندو معلوماتو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په پای کې د یادو موضوعاتو د لا ښه تنظیم او عملي کېدو په موخه پر یو شمېر مواردو لازمې پرېکړې وشوې او اړوندو مسئولینو ته د چارو د ښه او پر وخت ترسره کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS