د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو له پاره د کیفیت کنټرول مسلکي کولو روزنیز پروګرام پیل سو!

org_admin
Sun, Aug 31 2025 1:38 PM
............

 

د وږي۹مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د عوایدو او ګمرکونو معینیت د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو له پاره د کیفیت کنټرول مسلکي کولو تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په همدې مناسبت جوړه سوې غوڼده، چي د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي جوړه سوې وه، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي سیف الخالد، د روزني او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد او د کیفیت د کنټرول آمر مولوي مطیع الله مطیع پکښي ګډون کړی وو.
د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او ظرفیت لوړولو آمر د پروګرام په پرانیستي وینا کي وویل، چي د نفتي موادو د کیفیت کنټرول له ډېر اهمیت څخه برخمن دئ، چي د ککړتیا یا زهرجنو موادو د خپرېدو د خطرونو په کمولو کي خورا اغېزمن تمامېږي او د صنعتي تجهیزاتو ګټه اخیستنه زیاتوي؛ نو له همدې کبله د نفتي موادو لابراتوارونو کیفیت ښه کولو په موخه له دې پروګرام څخه بشپړه ګټه پورته کړئ.
د کیفیت کنټرول آمر په خپلو خبرو کي وویل، چي دا پروګرام د لابراتوار په څانګه کي د مسلکي کسانو د پوهي او مهارتونو د لا پیاوړتیا له پاره پیل سوی دئ او د نفتي مواد د لابراتوارونو د کیفیت کنټرول، شفافیت ډاډمنولو او دقیقي څارني په برخه کي مهم رول لري. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل؛ ترڅو له دې ارزښتناک فرصت څخه د پوهي د تر لاسه کولو په موخه ګټه پورته کړي او په عملي توګه ئې په خپل کار ځای کي پلي کړي.
د دعوت او ارشاد رئیس ګډونوالو ته وویل، سره له دې چي له دې پرګرام څخه د معیاري کولو په موخه ګټه پورته کوئ، تاسو باید اسلامي ارزښتونه؛ لکه: عدالت، د نورو حقونو ته درناوی، صداقت، رحم او مهرباني، د اړمنو ملاتړ، تقوا او پرهېزګاري، پیوستون او همکاري هم مراعت کړئ.
د یادوني وړ ده، چي دا پروګرام (۱۷) ورځي دوام کوي او ګډونوالو ته د تېلو او ګازو مباني، د کیفیت کنټرول اصول او مفکورې، د ازمویني تجزیې او تحلیل مېتوډونه، د کیفیت ښه کولو مېتوډونو بررسي او نور اړوند او اړین موارد تدریس کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS