د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه

ezat_admin
Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
د بار وړونکی

د تلې۶مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال نداء محمد صدیقي په مشرۍ د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې ښاغلي صدیقي د مالیه‌ورکوونکو د ستونزو د حلولو، د اړوندو موضوعاتو د روښانه کولو او د ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.
ښاغلي صدیقي د اتحادیې استازو ته ډاډ ورکړ، چې د عوایدو لوی ریاست د مالیه‌ ورکوونکو د ستونزو د اورېدو او د قانون په چوکاټ کې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، چې د عوایدو لوی ریاست دروازې د دوی پر مخ هر وخت پرانیستې دي او کولای شي خپلې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه له مسئولینو سره شریک کړي.
د باروړونکو موټرونو د اتحادیې استازو خپل وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې له دوی سره شریکې کړې، چې له هر اړخیز بحث وروسته پر یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.
په پای کې د باروړونکو موټرونو د اتحادیې په برخه کي د مشرتابه له لوري د ورکړل شویو اسانتیاوو او معافیتونو په اړه د اتحادیې استازو ته بشپړ معلومات وړاندې شول او د اړوندو موضوعاتو په تړاو یې پوښتنو ته وضاحت ورکړل شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS