د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره ناسته وشوه
د تلې۶مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست تخنیکي مرستیال نداء محمد صدیقي په مشرۍ د باروړونکو موټرونو د اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په پیل کې ښاغلي صدیقي د مالیهورکوونکو د ستونزو د حلولو، د اړوندو موضوعاتو د روښانه کولو او د ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر اهمیت خبرې وکړې.
ښاغلي صدیقي د اتحادیې استازو ته ډاډ ورکړ، چې د عوایدو لوی ریاست د مالیه ورکوونکو د ستونزو د اورېدو او د قانون په چوکاټ کې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لازمې همکارۍ ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، چې د عوایدو لوی ریاست دروازې د دوی پر مخ هر وخت پرانیستې دي او کولای شي خپلې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه له مسئولینو سره شریک کړي.
د باروړونکو موټرونو د اتحادیې استازو خپل وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې له دوی سره شریکې کړې، چې له هر اړخیز بحث وروسته پر یو شمېر موضوعاتو لازمې پرېکړې وشوې.
په پای کې د باروړونکو موټرونو د اتحادیې په برخه کي د مشرتابه له لوري د ورکړل شویو اسانتیاوو او معافیتونو په اړه د اتحادیې استازو ته بشپړ معلومات وړاندې شول او د اړوندو موضوعاتو په تړاو یې پوښتنو ته وضاحت ورکړل شو.
