د اوبو رسوني او هم مسیره پروژو د پېژندني او پلي کولو په موخه د همغږۍ ناسته وسوه!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۲۵
.............

د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ جوړه سوې غونډه کي، چي د کابل ښاروالۍ ساختماني مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د اوبو رسوني دولتي شرکت لوی رئیس او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو هم ګډون درلود، د هم مسیره او اوبو رسوني پروژو د پېژندني او تطبیق په موخه خبري وسوې.
په دغه ناسته کي، د نورو رغنیزو پروژو ترڅنګ د اوبو رسوني شبکو د پېژندني او تطبیق، په دې برخه کي د تخنیکي ځانګړتیاوو د وړاندي کولو او د هم مسیره پروژو د هم مهاله پلي کولو په موخه د ښې همغږۍ پر رامنځته کولو خبري وسوې.
د کابل ښاروالۍ له لوري د نویو پروژو او په ځانګړي ډول د کابل له سرای شمالي څخه تر بادام باغ پوري د سړک رغوني پروژې سره په هم مهاله توګه د اوبو رسوني پروژې د پلي کولو په موخه د همکارۍ غوښتنه وسوه، چي د ښاري اوبو رسوني شرکت له لوري د پوره همکارۍ او چمتوالي ډاډ ورکړل سو.
همدا راز ټینګار وسو، چي د رغنیزو پروژو له تطبیق سره هم مهاله دي، د اوبو رسوني پروژې هم پلي سي؛ تر څو په دې برخه کي په انفرادي توګه د هم مسیره پروژو د پلي کېدلو، بیا ځلي اجراآتو، تخریب او اضافي لګښت څخه مخنیوی وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۳۱
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ دیارلسمه ناسته وشوه

د تلې ۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵)هـ.ل کال د رهبرۍ دیارلسمه ناسته د دغه ریاست عمومي رئیس الحاج سفرمحمد سحر په مشرۍ او د عوایدو د تخنیکي مرستیال، رئیسانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

د هیواد په ګمرکونو کې د مسافرینو د توکو د پلټلو او ارزولو په موخه پنځه پایې سکېنرونه نصب شول

د تلې ۱۲مه، ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لورې د مسافرینو د توکو د لا ښه پلټلو او ارزولو په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې د (۳۹،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

BACK TO NEWS